ads

پغمان كې د پيدا شوي ډله ييز قبر په اړه څېړنې كېږي

د كابل امنيه قومانداني وايي، په پغمان ولسوالۍ كې وړمه ورځ پيدا شوى ډله ييز قبر يو لړ څېړنو ته اړتيا لري، چې معلومه شي دا قبر د كوم وخت دى.

د كابل امنيه قوماندان حسن شاه فروغ نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، په دې قبر كې له اتو تر نهو پورې جسدونه موندل شوي او په وينا يې، داسې معلومېږي، چې په ياد قبر به له لسو كلونو ډېر خت تېر شوى وي.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396

د كابل امنيه قوماندان په همدې حال كې په كابل كې د جنايي پېښو د كچې راټيټېدو خبر هم وركړ او زياته يې كړه، اوس چې كومه جنايي پېښه رامنځته كېږي، عامل يې په لنډ وخت كې د پوليسو له خوا نيول كېږي او د قانون منګولو ته يې سپاري.

خو كابل ښاريان او د ملي شورا غړي په دې وروستيو كې په كابل كې د هدفي وژنو، وسله والو غلاوو او نورو جنايي پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنې څرګندوي او زياتوي، چې پوليس يې په اړه جدي اقدام نه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA