ads

ننګرهار کې ۲۴۵ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ کې يې د شاهين ۲ په نوم پيل کړو عملياتو په مهال ۲۴۵ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړه.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396
ننګرهار کې ۲۴۵ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ کې يې د شاهين ۲ په نوم پيل کړو عملياتو په مهال ۲۴۵ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړه.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې يې د ننګرهار په ګڼو ولسواليو کې د کوکنارو اړولو په هدف د شاهين ۲ او ۳ په نومونو ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ کې يې تېره ورځ د خوګياڼو ولسوالۍ حکيم اباد سيمه د وسله والو له شتونه پاکه شوه او ۲۴۵ جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار يې هم له منځه يوړل.
د فقيري په وينا، په يادو عملياتو کې به يې ګڼ شمېر نورې سيمې هم له وسله والو او كوكنارو پاكې شي.
ملي اردو سږ کال په داسې حال کې د کوکنارو اړولو د کمپاين مشري کوي، چې له دې وړاندې هم ورته کمپاينونه پيل شوي، خو هغه ډول چې مسوولين وينا کوي، هېڅ عملي اقدامات نه تر سترګو کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA