ads

د پاکستان په کراچۍ ښار کې لسګونه وسله وال نيول شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پلټونکو عملياتو په مهال لسګونه وسله وال نيول شوي دي.
پوليسو ويلي، په عملياتو کې څلور هغه مهم ترهګر هم نيول شوي، چې په يو شمېر بريدونو کې يې لاس درلود.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396
د پاکستان په کراچۍ ښار کې لسګونه وسله وال نيول شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پلټونکو عملياتو په مهال لسګونه وسله وال نيول شوي دي.
پوليسو ويلي، په عملياتو کې څلور هغه مهم ترهګر هم نيول شوي، چې په يو شمېر بريدونو کې يې لاس درلود.
د كراچۍ ښار د پوليسو مشر وايي، په ګلبرګ او يو شمېر نورو سيمو کې يې عمليات وروسته له هغې پيل کړل، چې د مشکوکو وسله والو په اړه يې معلومات ترلاسه کړل.
د هغه په وينا، د عملياتو په مهال يې نږدې ۴۰ کسان نيولي، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې روانې دي.
بايد ياده شي، چې په کراچۍ ښار کې د ترهګريزو بريدونو ترڅنګ له کلونو راهيسې په هدفي وژنو کې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېرى يې ملکي وګړي ياد شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA