ads

امريكا كې د ډزو له كبله ۳ تنه وژل شوي

د امريکا په کلفورنيا ايالت کې د ډزو په نتيجه کې درې کسان وژل شوي او پوليسو بريد کوونکى نيولى دى.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396
امريكا كې د ډزو له كبله ۳ تنه وژل شوي

د امريکا په کلفورنيا ايالت کې د ډزو په نتيجه کې درې کسان وژل شوي او پوليسو بريد کوونکى نيولى دى.
امريكايي رسنۍ وايي، ياده پېښه پرون د کلفورنيا ايالت فريسنو سيمه کې رامنځته شوې ده.
پوليسو د قاتل عمر ۳۹ کاله او نوم يې علي محمد ښودلى، چې تېره اونۍ د يو پوليس د وژلو په قضيه کې هم تورن پېژندل شوى و.
دا مهال له ياد کس څخه پوښتنې روانې دي، خو تراوسه ېې د بريد انګېزه نه ده معلومه.
په امريکا کې ډېر کله د نژادي تبعيض له مخې تورپوستي د سپين پوستو امريکايانو له خوا په نښه کېږي، چې ترې وروسته تورپوستي هم لاس په ورته اقدام پورې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA