په ننګرهار کې د ژورناليستانو ملي ټولنې له لوري د ژورناليزم په برخه کې نن لسګونه ځوانان له پنځو مياشتو زده کړو وروسته فارغ شول، خو دوی وايي، چې د عملي کار په برخه کې ګڼې ستونزې لري.
په ختيځ کې د ژورناليستانو د ملي ټولنې مشر شېرشا همدرد نن د ژورناليزم روزنيزو کورسونو څخه د ۵۳ ځوانانو د فراغت غونډه کې وويل، چې دوی په دې برخه کې ژورناليستانو ته د نړيوال ژورناليزم د ښودلو تر څنګ د ژورناليزم اصول او اخلاقو په اړه هم پنځه مياشتنۍ نظري او عملي زده کړې ور کړې دي.
بلخوا له ياد روزنيز مرکز څخه فارغ شوي زده کوونکي وايي، چې د نظري زده کړې پرته په عملي برخه کې دوی ته سمه روزنه نه ده ور کړل شوې.
په ننګرهار کې دا نوي ځوانان د ژورناليزم له لنډمهاله کورسونو څخه په داسې حال کې فارغېږي،چې يو شمېر خلک وايي، په يو شمېر رسنيو کې د ځوانو ژورناليستانو د کمې تجربې درلودو له کبله ډېر کله ژورناليستيکي سرغړونې تر سره کېږي.


