ads

ننګرهار کې دولتي درمل په شخصي درملتونونو کې پلورل کېږي

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو ځینې اوسېدونکي وایي، چې په دولتي کلینیکونو کې روغتیا پالان ولس لپاره ورکړل شوی، درمل خپلو شخصي درملتونونو کې پلوري.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
ننګرهار کې دولتي درمل په شخصي درملتونونو کې پلورل کېږي

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو ځینې اوسېدونکي وایي، چې په دولتي کلینیکونو کې روغتیا پالان ولس لپاره ورکړل شوی، درمل خپلو شخصي درملتونونو کې پلوري.
دوی وایي، ډېر کله ورته ناروغان ورځي، له عادي درملو پرته ورته لارښوونه کېږي، چې شخصي درملتون ته یې ورشي.
د بهسودو ولسوالۍ د کارېز کبیر سیمې یوه اوسېدونکي اسدالله کلید ته وویل، چې د دوی په سیمه کې دولتي کلینیک څخه ددغه روغتون مشر هره ورځ په لسګونه قلمه بېلابېل ډول درمل خپل شخصي درملتون ته وړي او هلته یې په ناروغانو په لوړه بیه پلوري.
نوموړی وایي، نه پوهېږي، چې ولې یې د عامې روغتیا ریاست او نورې اړوندې ادارې پوښتنه نه کوي.
خو په ورته وخت کې بیا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیاله مقدسې معراج له کلید سره په خبرو کې وویل، چې که هرڅوک ورته په دغه برخه کې کره اسناد ور وړي، نو نه یواځې دا چې له ياد کس سره به قانوني چلند ترسره کړي، بلکې د وړو درملو پور به هم ترې اخلي.
د ننګرهار په عامې روغتیا ریاست تل ورته نیوکې کېږي،چې په ښار او ولسوالیو کې هېڅ په خپلو روغتونونو او کلینیکونو څار نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA