سيمه ييز چارواکي وايي، د لغمان او کاپیسا ترمنځ سرحدي سيمو کې د وسله والو مخالفينو د تګ راتګ مخه نيسي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شیرین اقا فقیري کليد ته وويل، دوی اوسمهال د کاپیسا او لغمان ولایت په نا امنو سیمو کې عملیات پیل کړي دي او هڅه کوي چې د کاپیسا او د لغمان تر منځ د غرنیو لارو په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو د تګ او راتګ ټولې لارې وتړي.
د نوموړي په وینا د ژمنیو عملیاتو له کبله وسله والو مخالفین په بېلابېلو سیمو کې له ماتې سره مخ شوي دي او دوی هڅه کوي، چې د وسله والو مخالفینو د لوژستيکي موادو ټولې لارې وتړي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو درې میاشتو راهیسې د کاپیسا او لغمان په یو شمېر سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا د حکومت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل شوي دي او تر دې دمه دوام لري.


