ads

د پاکستان نمک حرامي

د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات چې تل د وسله والو او ترهګرو ډلو ملاتړي پاتې شوي، په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر له سختو فشارونو سره مخ دي. اوس د افغانستان او پاکستان ولسونه او نړیوال پوهېږي چې په دې دواړو هېوادونو کې وروستۍ ناامنۍ او بريدونه د پاکستاني حکومت، پوځ او استخباراتي شبکې ای اېس ای د دوه مخو پاليسیو، شومو نیتونو او غلطو سیاستونو له کبله دي.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
د پاکستان نمک حرامي

د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات چې تل د وسله والو او ترهګرو ډلو ملاتړي پاتې شوي، په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر له سختو فشارونو سره مخ دي. اوس د افغانستان او پاکستان ولسونه او نړیوال پوهېږي چې په دې دواړو هېوادونو کې وروستۍ ناامنۍ او بريدونه د پاکستاني حکومت، پوځ او استخباراتي شبکې ای اېس ای د دوه مخو پاليسیو، شومو نیتونو او غلطو سیاستونو له کبله دي.
پر همدې بنسټ د اسلام اباد چارواکي غواړي، خپل دغه فشار په افغانستان د نیوکو له لارې يو څه راکم کړي او خپل ولس او نړیوالو ته وښيي چې په پاکستان کې وروستۍ ستونزې د دوی د خپلو غلطو پاليسیو له کبله نه بلکې په افغانستان کې د جګړې او موجودو ستونزو له کبله دي.
په وروستي مورد کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه ويلي، دا تصور ناسم دى چې پاکستان په افغانستان کې دوه ګونى سياست پرمخ بيايي.
ده چې په اسلام اباد کې يوې تجارتي غونډې ته خبرې کولې، زياته کړې که پاکستان د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې نه درېدلاى، نن به افغانستان د نړۍ په نقشه کې نه و.
جنجوعه، په پاکستان کې روان افراطيت د افغانستان د جګړې نتيجه بللې ده. خو نوموړی يو ځل خپل سر ګریوان ته نه ښکته کوي او پر دې اعتراف نه کوي چې د متشددو او بنسټپالو ډلو مرکزونه چېرته جوړ شوي او همدا اوس دغه مرکزونه چېرته موقعیت لري. پاکستان خو حتی تر هغه دمه چې اسامه بن لادن د پاکستان پایتخت ته ورڅېرمه په اسلام اباد کې د ځانګړو ځواکونو له خوا پخپل استوګنځي کې ووژل شو، دا نه منل چې نوموړی هلته اوسي.
جنجوعه داسې مهال دا خبره کوي چې همدا اوس په افغانستان کې د ټولو جنګېدونګو وسلهوالو طالبانو پټن ځايونه او د روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي، د دغه هېواد استخباراتي شبکه يې په منظم ډول، مالي او تخنيکي ملاتړ کوي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره رالېږي.
همدارنګه همدا اوس هم په دې هېواد کې په لسګونو ترهګرې وسلهوالې ډلې فعالیت لري او له دغه هېواد د سيمې او نړۍ هېوادونه ګواښي.
دا چې په سيمه او نړۍ کې د ډېری بريدونو اصلي سرچينه په پاکستان کې مېشتې وسلهوالې ډلې دي، څوک شک نه لري، خو دا چې ولې پاکستان غواړي د دغه هر څه پړه په افغانستان ور واچوي او خپل خلک تېر باسي، جالب بحث دی او د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان تر شدید نړیوال فشار لاندې دی.
هغه هېوادونه چې په افغانستان کې سرتېري لري اوس پر دې باوري شوي دي چې په افغانستان کې جنګېدونکي وسلهوال له پاکستان تغذيه کېږي او په دغه هېواد کې امن پټن ځايونه ورکړل شوي دي او په تېره يوه نيمه لسيزه کې د پاکستاني چارواکو د پلانونو په پایله کې د دغه هېوادونو سلګونه سرتېري وژل شوي دي.
له بل لوري په پاکستان کې د امنیت له خرابېدو او بريدونو وروسته پاکستاني حکومتي چارواکي او د پوځ مشران د خپل ولس له پوښتنو سره هم مخ دي، په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې خونړي بريدونه ترسره شول او دغه څه د پاکستان د خلکو غوسه راپارولې ده. په دغو بريدونو کې په سلګونو عام پاکستانيان ووژل شول او ټپیان شول.
اسلام اباد په دې هڅه کې دی چې له دغو فشارونو د خلاصون يوه لاره ومومي. ځکه نو پر افغانستان نيوکو ته زور ورکوي او له دې لارې غواړي خپل ولس ته څرګنده کړي چې ټولې دغه ستونزې د افغانستان له ستونزو سره تړلې دي. خو داسې ښکاري چې اوس هر څه روښانه شوي او ټول پوهېږي چې اوبه له کوم ځايه خړېږي. پاکستاني چارواکي او په تېره جنجوعه چې کله دا ادعا کوي چې که دوی نه وای نو اوس به افغانستان د دنیا په نقشه کې نه و، خو دوی دا هېروي چې د دوی اسلافو او په تېره ضیاالحق ویلي وو چې د افغانستان جګړه د پاکستان دفاع ده او پاکستان د دې لپاره چې له ځانه دفاع وکړي، افغانان يې قربانۍ ته ورکول. کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ، په افغانستان کې يې پر وړاندې وسله وال جهاد پیل شو او له شاوخوا لس کاله سختې مبارزې وروسته افغانان وتوانېدل، روسي لښکرې له افغانستان وشړي او ټوله سيمه يې له شره بې غمه کړي. له دې فرصت پاکستان ډېرې ګټې ترلاسه کړې. په دې کې هېڅوک هم شک نه لري چې د پاکستان د پیاوړي کېدو بهیر له همدې ټکي پیلېږي. حتی ويل کېږي پاکستان په همدې دوره کې د اټومي ځواک خاوند شو او ټول دغه څه يې د افغان جهاد پر وخت ترلاسه کړل. لکه څنګه چې هغه مهال پخوانی شوروي اتحاد د سيمې او نړۍ ستر ځواک و، لوی پلانونه یې لرل او غوښتل يې د سيمې ټول هېوادونه لاندې کړي، خو دا چې څه ډول پاکستان له دغه سيمه ييز يرغل وژغورل شو، ځواب يې روښانه دی، د افغان ملت دوه ميليونو قربانيو د دې هر څه مخه ونيوه او پاکستان يې د دغه ستر زبرځواک له يرغل وساته.
له همدې کبله بايد پاکستان وپوهېږي او له افغان ولس مننه وکړي، چې دوی يې د وخت له ستر زبرځواک وژغورل او دغه راز يې د افغان جهاد له اکمالاتو خپل نظامي بنسټ هم ورغاوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA