د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ پر ضد لاريونونه شوي

د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پر ضد د پراخو لاريونونو په ترڅ کې د پوليسو او اعتراض کوونکو تر منځ اخ او ډب هم را منځته شوی دی.