ads

جمهور رييس غني احمد ضيا مسعود له دندې ګوښه کړ

جمهور رييس غني د يوه فرمان په ترڅ کې، د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو برخه کې خپل ځانګړى استازى احمد ضياء مسعود له دندې ګوښه کړى دى.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
جمهور رييس غني احمد ضيا مسعود له دندې ګوښه کړ

جمهور رييس غني د يوه فرمان په ترڅ کې، د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو برخه کې خپل ځانګړى استازى احمد ضياء مسعود له دندې ګوښه کړى دى.
د جمهوري رياست د وياند دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي کليد ته وويل، چې ښاغلی مسعود په حکومت کې د اصلاحاتو په راوستلو کې بريالی نه و، ځکه يې جمهور رييس د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه.
که څه هم د جمهور رييس له لوري د احمد ضيا د ګوښه کولو لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو په ټوله کې د نوموړي وروستۍ څرګندونې د حکومت پر تګلارو نيوکې وې.
احمد ضيا مسعود که څه هم د ډاکتر عبدالله د ډلې سړی و، خو د جمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې يې له جمهور رييس غني سره ملګرتيا وکړه.
تراوسه په خپله احمد ضيا مسعود په دې تړاو غبرګون نه دی ښولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA