د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رئيس پخوانی ځانګړى استازى احمد ضياء مسعود وايي، تراوسه نه له ده سره مشوره شوې او نه دی خبر و، چې ولې له دندې لرې کړای شوای دی.
نوموړي نن په کابل کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې جمهور رئيس د دې حق نه لري، څو دی له دندې ګوښه کړي.
ضيا مسعود وويل، چې جمهور رئيس دې خپل فرمان بېرته واخلي، ځکه چې دا ډول يو فرمان سياسي بې ثباتۍ ته لار هواروي.
د مسعود په خبره چې د جمهور رييس دې پرېکړې د نوموړي پلويان په غوصه کړي او وايي چې حکومت دې خپله تېروتنه ومني.
احمدضيا مسعود ګواښ وکړ، چې که جمهور رئيس خپله پرېکړه بېرته وا نه خلي په هېواد کې به نوی ناورين را منځته شي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې جمهور رئيس دې داخلي جګړو ته زمينه نه برابروي، ځکه چې ملت نور د داخلي جګړو او سياسي بې ثباتۍ تحمل نه لري.
ضيا مسعود دا هم وويل، چې زما د عزل په اړه له اجراييه رياست سره خبرې نه دي شوي او نه هم ورسره مشوره شوې ده.
هغه دا هم وويل، چې د ملي وحدت حکومت د مصلحت له مخې را منځته شوی او د دې ټاکنه هم د مصلحت يوه برخه بلل کېده.
خو نوموړي په عين حال کې دا هم وويل، چې د داخلي جګړو د مخنيوي په خاطر له ملي يووالي حکومت سره يو ځای شوی دی.
مسعود وايي، په راتلونکو پنځو ورځو کې له مشورو وروسته به د يوه خبري کنفرانس له لارې خپل راتلونکی دريځ څرګند کړي.


