کابل ښار کې ماين چاودنې ۲ تنه ټپيان کړي

چارواکي وايي، په کابل ښار کې دوه تنه د يوه مقناطيسي ماين په چاودنه کې ټپيان شوي دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئيس سالم الماس رسنيو ته وويل، چې دا پېښه نن دوشنبه سهار ۷ بجې د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې رامنځته شوې ده.