چارواکي وايي، په کابل ښار کې دوه تنه د يوه مقناطيسي ماين په چاودنه کې ټپيان شوي دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئيس سالم الماس رسنيو ته وويل، چې دا پېښه نن دوشنبه سهار ۷ بجې د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل، چې دا ماين د ملي شورا د لوژستيک په يوه موټر کې ځای پرځای شوی و.
اخوا د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې چاودنه کې يواځې د موتړ چلوونکی ټپي شوی او بل چاته په کې زيان نه دی اوښتی.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نجيب دانش وويل، چې مقناطيسي ماين په يوه هايلکس موتړ کې ځای پر ځای شوی و.
ددې چاودنې مسوليت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.


