د پاکستان د کورنيو چارو وزير ادعا کوي چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې نيم مليونه افغانانو د پاکستان تذکرې يا شناختي کارتونه اخيستي دي.
د ډاون نيوز د راپور له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار وويل، د ۵ لکه ۲۵ زره تنو شناختي کارتونه ناچله او غيرقانوني شول او د زرګونو نورو کارتونو په اړه څېړنې روانې دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير باور لري، چې په تېرو څو لسيزو کې درې نيم مليونه افغانانو د پاکستان د تابعيت تذکرې (شناختي کارتونه) اخيستي دي او په پاکستان کې اوسي.
نثار وويل، په پاکستان کې ډېر خلک پښتو وايي خو د دې معنا دا نه ده، چې هر پښتون يا په پښتو ژبه غږېدونکی دې پاکستانی وي.
چودري نثار په دې خواشيني څرګنده کړه چې په تېرو وختونو کې د بې غورۍ په وجه يو شمېر کسانو د څو روپيو په بدل کې د پاکستان د تابعيت کارتونه ترلاسه کړي خو نور به بهرنيان د پاکستان د تابعيت تذکره ترلاسه نه کړای شي.
ده دا هم وويل، چې د بنګله دېش، عراق، هند او اندونيزيا ځينو اتباعو هم، چې پاکستان ته يې پناه وړې وه، د پاکستان د تابعيت تذکرې اخيستې دي.


