ads

د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په روانه اونۍ کې به نږدې ۷ ميليونه ماشومان له لوړ خطر سره مخ سيمو کې د پوليو ضد واکسين شي.

نویسنده: sarwan
28 وری 1396
د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په روانه اونۍ کې به نږدې ۷ ميليونه ماشومان له لوړ خطر سره مخ سيمو کې د پوليو ضد واکسين شي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا کمپاين به سر له ننه د روغتيا نړيوال سازمان او د يونيسف ادارې په همکارۍ پيل شي.
خبرپاڼه وايي، ددغه کمپاين په لړ کې به په ۲۷ ولايتونو کې ۶ اعشاريه ۸ ميليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.
سرچينې زياته کړې، دغه کمپاين په سويلي او سويل ختيځ ټولو ولايتونو، د ختيځ په ډېری ولسواليو او همداراز د لوړ خطر سره مخ د هېواد په ټولو ولسواليو او کابل ښار کې په لاره اچول کېږي.
ددې کمپاين په بهير کې څه باندې ۵۲ زره روزل شوي پوليو کارکوونکي په خپلو سيمو کې د ماشومانو د واکسين کولو په خاطر کور په کور ګرځي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز ويلي، د پوليو تر ټولو وروستۍ پېښه په کندز ولايت کې رامنځته شوه او يوه ۱۴ مياشتنۍ نجلۍ يې قرباني شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA