د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، حکومت د دوی په سیمو کې شب نامې غورځولي، چې له خپلو سیمو او وځي ترڅو هلته عملیات ترسره کړي، خو تر اوسه يې هېڅ عملیات نه دي کړي.
دوی وایي، له همغې ورځې چې ورته ویل شوي، خپلې سیمې پرېښي اوس هلته هېڅوک نشته او یواځې داعش ډله په کې حضور لري.
هسکې مېنې ولسوالۍ د ګور ګورۍ سیمې اوسېدونکي سراج کلید راډیو ته وویل، چې له نن څخه يوه میاشت وړاندې افغان ځواکونو د دوی په سیمو کې د هوا له لارې ځیني پارچې غورځولي، چې خپلې سیمې پرېږدي، خو تر اوسه لا هم عملیات نه دي پیل شوي او دوی په سخت حالت کې ژوند کوي.
نوموړی وایي، په یادو پارچو کې لیکل شوي، چې د څه مودې لپاره خپلې سیمې پرېږدﺉ، ترڅو د داعش او طالب وسله والو پر وړاندې هوایي او ځمکني عملیات بریالي ترسره شي.
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، حکومت پلان لري، چې ترڅو په ټولو هغو سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې هلته ولسونه د داعش له لوري زورول کېږي.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي که څه هم په هسکه مېنه کې د حکومت له لوري د پارچو غورځولو په اړه څه ونه ویل، خو وایي، که ولس ورسره همکاري وکړي، نو امنیت به لا هم ډاډ من شي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ ځای چارواکي په داسې حال کې د عملیاتو غوښتنه کوي، چې لاهم د ننګرهار په اچین او کوټ کې د افغان کومانډو او بهرنیو ځواکونو د حمزه عملیات روان دي.


