ads

د ننګرهار اوسېدونکي: حکومت د پچیراګام داعش ځپلو سره مرستې نه دي کړي

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، داعش وسله والو یې کورونه چور او وسوځول، خوحکومت تراوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

نویسنده: sarwan
28 وری 1396
د ننګرهار اوسېدونکي: حکومت د پچیراګام داعش ځپلو سره مرستې نه دي کړي

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، داعش وسله والو یې کورونه چور او وسوځول، خوحکومت تراوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
دوی وایي، ولایتي ادارې د دوی کورنو ته اوښتی زیان څارلی، خو په ورتګ یې نور د پښو څپلۍ وشکولې.
د پچیر اګام ولسوالۍ د پاس پچیر اوسېدونکي لاجبر کلید راډیو ته وویل، چې داعش وسله والو یې په سیمو ډله يیز بریدونه وکړل دوی ورته خپل کورنه پرېښودل، خو اوس چې له عملیاتو وروسته یې سیمې تصفیه شوي، نو حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
نوموړی وایي، هره ورځ یې پوښتنه کوي، خو په یوه او بل نوم ورته وختونه ورکول کېږي، چې نور یې دوی هم تر پوزې راوستي دي.
لاجبر زیاتوي، که چېرته ورسره حکومت مرسته نه کوي، نو له پيله به یې ورته ویلي و او دوی به يې نه په تمه کول.
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره ورځ یې په ښې حکومتولۍ کې د جمهور رییس له ځانګړي استازي سره له یو شمېر وزیرانو سره ګډه ناسته کړې او تمه ده چې پنځه میلیونه ډالر مرسته به ټولو کورنيو بې ځایه شویو باندې ووېشل شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته دا ومنله چې په ځینو سیمو کې به له خلکو سره مرسته نه وي شوې او دوی حق لري، چې خپل غږ پورته کړي.
له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د داعش او طالب وسله والو له زیاتو ظلمونو وروسته په زرګونه کورنۍ دې ته مجبوره شوې، چې خپلې سیمې پرېږدي او جلال اباد ښار ته کډه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA