ads

امريکا د افغانستان له څلور کلن امنيتي پلان څخه ملاتړ وکړ

د امريکا د ملي امنيت سلاکار له افغانستان سره د دې هېواد د امنيتي همکاريو د پراختيا د ژمنې ترڅنګ د افغانستان د څلور کلن امنيتي پلان څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

نویسنده: sarwan
28 وری 1396
امريکا د افغانستان له څلور کلن امنيتي پلان څخه ملاتړ وکړ

د امريکا د ملي امنيت سلاکار له افغانستان سره د دې هېواد د امنيتي همکاريو د پراختيا د ژمنې ترڅنګ د افغانستان د څلور کلن امنيتي پلان څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه رسنيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو، تېره ورځ په کتنه کې د دواړو هېوادونو د امنيتي همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې کتنه کې مک ماسټر ډاډ ورکړ، چې هېواد يې له افغانستان سره د خپلو امنيتي همکاريو پراختيا ته ژمن دي.
ده ويلي، د افغان هوايي پوځ د محاربوي قابليتونو د لوړولو په برخه کې د افغان دولت د پاليسۍ ملاتړ کوي او د افغان هوايي ځواک د تجهيز او انکشاف لپاره هر راز همکارۍ ته چمتووالی لري.
نوموړي د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د څلور کلن امنيتي پلان څخه هم د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، د ډونالډ ټرمپ اداره باور لري، چې د دې پلان په تطبيق سره به په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه له منځه ولاړ شي.
پر دغه څلور کلن امنيتي پلان له څه مودې راهيسې د افغانستان او امريکا ترمنځ مشورې روانې دي او د افغانستان حکومت له خوا منظور شوى هم دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA