راپورونه وايي، ترکيه کې د ټول پوښتنې تقريبا ټولې رايې شمېرل شوي او په سلو کې ۵۱ ترکانو په اساسي قانون کې بدلون ته رايې ورکړې دي.
د وروستيو راپورونو له مخې تراوسه پورې په سلو کې ۹۹ رايې شمېرل شوي دي.
د دغې ټولپوښتنې په پايله کې اکثريت ترکانو د جمهور رييس رجب طيب اردوغان له غوښتنې سره سم په رياستي د اوسني صدارتي سيستم بدلېدو ته رايه ورکړې ده.
د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان او صدراعظم بن علي يلدرم ملت ته د يک شنبې ورځې د ټولپوښتنې د پايلو مبارکي ويلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ډېرو لوېديځو هېوادونو د ترکيې د جمهور رييس له لوري د دغه هېواد په سياسي نظام کې د ټولپوښتنې مخالفت کاوه او ويل يې چې له دې سره به په ترکيه کې واک د يوه کس په لاس کې متمرکز شي.


