ads

ننګرهار كې د پوليو ضد واكسين كمپاين پيل شو

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم ورڅخه په څلورو ولسواليو کې د ناامنۍ له كبله تر شاوخوا ۱۵ زرو پورې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له پوليو ضد واکسينه بې برخې پاتې دي.

نویسنده: sarwan
27 وری 1396
ننګرهار كې د پوليو ضد واكسين كمپاين پيل شو

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم ورڅخه په څلورو ولسواليو کې د ناامنۍ له كبله تر شاوخوا ۱۵ زرو پورې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له پوليو ضد واکسينه بې برخې پاتې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې مقدسې معراج نن په جلال اباد ښار کې د پوليو ضد واکسين د درې ورځني کمپاين د پيل په مهال وويل، په ټول ختيځ کې به تر شاوخوا لس لکو او دوه ويشت زرو پورې او په ننګرهار کې تر ۶ لکو او ۹۴ زرو پورې هغو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين وركړل شي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي.
نوموړې زياته كړه، چې په ياد کمپاين کې ورسره څلور زره څلور سوه او پنځه څلوېښت رضاکاران او کوارديناتوران برخه لري.
په ختيځ کې د پوليو په وړاندې د مبارزې دا کمپاين په داسې حال کې پيلېږي، چې د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د دې ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA