ads

ننګرهار كې دوه ځانمرګي بريد كوونكي ووژل شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې هدف ته له رسېدو وړاندې دوه ځانمرګي بريد کوونکي ووژل شول.

نویسنده: sarwan
27 وری 1396
ننګرهار كې دوه ځانمرګي بريد كوونكي ووژل شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې هدف ته له رسېدو وړاندې دوه ځانمرګي بريد کوونکي ووژل شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د داعش ډلې دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي، چې په يوه ډاډسن ډوله موټر کې يې چاودېدونکي توکي هم ځاى پر ځاى کول او غوښتل يې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ بريد وکړي، هدف ته له رسېدو وړاندې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې له لوري په نښه شول.
نوموړي زياته كړه، په دغه بريد کې د داعش ډلې ډاډسن موټر کې بار ټول چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA