امنیتي چارواکي وايي، د غزني ولايت په اندړو او ګيرو ولسواليو كې د بېلابېلو امنيتي پېښو له كبله پنځو ملکي وګړو او ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو امنيتي سرتېرى ټپي شوى دى.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امرخېل کلید ته وویل، چې پرون ماښام ناوخته د دې ولایت د اندړو ولسوالۍ په میر ازاد او غونډو سیمو کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې په پایله کې یې د دولت ۳ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او د یوه سیمه يیز پولیس په ګډون دوه وسله وال ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له نښتې وروسته د وسله والو مخالفینو له لوري درې هاوانونه د غونډو په سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلي، چې په پایله کې یې دوه ښځې وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون دوه ښځې ټپیانې شوې هم دي.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا کلید ته په را استولي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې وسله والو یې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په میده والو سیمه کې د نښتې پر مهال درې پولیس سرتېري وژلي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.
مجاهد زياته کړې، له دغې پېښې وروسته دولتي ځواکونو پر یادې سیمې د هاوان بریدونه کړي، چې د غونډو په سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلي او په پایله کي یې دوه ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او درې ماشومان ټپیان دي.
خو د امنیه قومندانۍ ویاند بیا د وسله والو طالبانو د وياند خبره ردوي.


