د ملي اردو چارواکي وایي، د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ کې یې د ضرب فولاد ۲ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې نن سهار یې د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ په جوبۍ سیمه کې د ملي اردو په مشرۍ له ملي، سیمه ییزو او ملي امنیت سره په ګډه د ضرب فولاد ۲ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل.
نوموړی وایي، له پیل شویو عملیاتو یې موخه په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو ځپل او د ډاډمن امنیت راوستل دي.
د حکومت وسله والو مخالفینو تر اوسه د ملي اردو له لوري د پیل شویو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


