په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريكا پخواني سفير زلمي خليلزاد د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي پرونيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې هغه د سولې د پرمختګ او افغانستان په ګټه نه دي.
خليلزاد په خپله ټوېټر پاڼه كې ليكلي، چې کرزى يې يو ملګرى دى، خو دغه نيوکه يې له اندازې زياته ده.
حامد کرزي تېره ورځ كابل كې يوې غونډې ته د خبرو په مهال د جمعې په شپه د ننګرهار ولايت پر اچين ولسوالۍ د امريکا له لوري لوی بم غورځول د افغانانو سپکاوی وباله او په وينا يې، له افغانستانه يې د امريكا د ايستلو پرېكړه كړې ده.
پخواني جمهور رئيس پر امريکا تور پورې کړ، چې په دغه بمي بريد کې يې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې نوی جوړ شوی بم يې ازمويلی دی.
نوموړي زياته كړه، اوسنی حکومت د ده استازی نه دی او هېڅکله د ده ارمانونه نشي منعکس کولی.
كه څه هم جمهوري رياست د کرزي څرګندونو ته ښکاره غبرګون نه دی ښودلی، خو د ټوېټر په يوه پيغام کې يې ويلي، چې هر افغان د خپل نظر څرګندولو حق لري.


