ads

محمد ګلاب منګل ننګرهار كې د داعش وسله والو پر ځپلو ټينګار وکړ

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تېره ورځ جلال اباد كې د دې ولايت د بېلابېلو ولسواليو ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو سره د ناستې په مهال وويل، جمهور رئيس ورسره په خبرو کې په کلک هوډ هلته د داعش ځپلو ژمنه کړې ده.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، جمهور رئيس ورته ډاډ ورکړى، چې د حمزه په نوم د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې به په دې ولايت کې داعش وسله واله ډله په بشپړ ډول وځپل شي.
هغه زياته کړه، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ يې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو لوړ پوړو مشرانو سره ناسته کړې او هغوى هم ډاډ ورکړى، چې د جمهور رئيس د امر له مخې به د حمزه په نوم د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې ننګرهار د داعش له شتونه پاک کړي.
محمد ګلاب منګل وايي، حکومت او نړيواله ټولنه دا ځل په کلکې ارادې سره د ننګرهار په ځانګړي ډول د شينوارو ولسوالۍ ولسونه د داعش له وحشيانه ظلمونو خلاصوي او په همدې هدف يې په وروستيو کې د دې ډلې پر مهمو پټنځايونو درانه هوايي او ځمکني بريدونه ترسره کړل.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريکا له تر ټولو لوی غير اټومي بم څخه د لومړي ځل لپاره د داعش په ضد د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې کار واخيستل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA