كاپيسا كې يوه ځوانه نجلۍ وژل شوې

د كاپيسا ولايت په اول کوهستان ولسوالۍ كې يوه ځوانه نجلۍ د ښكاري ټوپك په وسيله وژل شوې ده.
د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق كليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نږدې اته بجې د يادې ولسوالۍ په عزت خېلو كلي رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د نجلۍ عمر شاوخوا شل كاله دى او داسې ښكاري، چې د کورنۍ د کوم غړي له خوا به وژل شوې وي.