ads

كاپيسا كې يوه ځوانه نجلۍ وژل شوې

د كاپيسا ولايت په اول کوهستان ولسوالۍ كې يوه ځوانه نجلۍ د ښكاري ټوپك په وسيله وژل شوې ده.
د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق كليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نږدې اته بجې د يادې ولسوالۍ په عزت خېلو كلي رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د نجلۍ عمر شاوخوا شل كاله دى او داسې ښكاري، چې د کورنۍ د کوم غړي له خوا به وژل شوې وي.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396

شفيق زياته كړه، چې پوليسو د پېښې په اړه څېړنې پيل كړې دي.
د اول کوهستان ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ كې ډېرى جنايي پېښې د ښکاري ټوپکونو په واسطه رامنځته كېږي.
په اول کوهستان ولسوالۍ كې په روانه مياشت كې دا د وژنې دويمه پېښه ده.
دوه اونۍ وړاندې هلته د ماين چاودنې د کاپيسا د ولايتي شورا منشي وژلى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA