ads

غالب مجاهد د بټي کوټ ولسوال په بمي چاودنه کې ټپي شو

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د بټي کوټ پر ولسوال غالب مجاهد د ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې نوموړى د ولسوالۍ له درېيو نورو کارکوونکو سره ټپي شوى دى.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396
غالب مجاهد د بټي کوټ ولسوال  په بمي چاودنه کې ټپي شو

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د بټي کوټ پر ولسوال غالب مجاهد د ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې نوموړى د ولسوالۍ له درېيو نورو کارکوونکو سره ټپي شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په جاني خېلو سيمه کې د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له كبله رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړه، په ياده چاودنه کې پر غالب مجاهد سربېره د بټي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير او يو بل کارکوونکى هم ټپيان شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا لومړى ځل نه دى، چې د بټي کوټ پر ولسوال غالب مجاهد چاودنه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم پر نوموړي چاودنې او وسله وال بريدونه شوي، چې له ځينو روغ وتلى او په ځينو کې ټپي شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA