ads

سبا ترکيه کې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو لپاره ټولپوښتنه ترسره کېږي

ټاکل شوې سبا په ترکيه کې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو لپاره ټولپوښتنه ترسره شي.
جمهور رئيس رجب طيب اردوغان غواړي د موجوده پارلماني نظام پر ځاى د جمهوري رياست نظام نافذ کړي، د لومړي وزير واک کم کړي او ټول قدرت د جمهور رئيس په لاس کې ولوېږي.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396

که ټولپوښتنه کې خلکو مثبته رايه وکاروله، ښايي د اردوغان واک نور هم پراخ شي.
د ټولپوښتنې يو شمېر منتقدين وايي، چې اردغان غواړي په دې سره د قدرت انحصار رامنځته او خپل صلاحيتونه لوړ کړي.
د تركيې جمهور رئيس، چې له تېرو ١١ کلونو راهيسې په واک کې دى، پخپله يوولس کلنه واکمنۍ کې يې له اروپايي اتحاديې سره اړيکې خرابې شوي او په دې اتحاديې کې د ترکيې له شاملېدو هم په شا شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA