د هلمند امنيتي چارواکي ددغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۱ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هلمند د ۲۱۵ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي کليد ته وويل، چې تېره شپه ۷ بجې د ناوې ولسوالۍ د ملا عباس اړوند سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
نوموړی وايي، چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د ناوې ولسوالۍ په شورشورک سيمه کې د ملکي کسانو پر موټر د ماين چاودنه شوې وه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه په کې وژل شوي وو .
وسله والو طالبانو ددغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.


