پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى وايي، چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ كې د وړمې شپې له بريد وروسته يې له افغانستانه د امريكا د ايستلو پرېكړه كړې ده.
نوموړي نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، د امريكا د تر ټولو لوى بم دغه بريد د افغانستان د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او چاپېريال څرګند نقض دی.
كرزي زياته كړه، پر اچين د امريکا د وړمې شپې له بريد وروسته د ملي يووالي حکومت د دوى استازيتوب نه شي كولاى.
د هغه په وينا، د دې بم كارول د افغانانو عزت ته سپكاوى دى.
په ورته وخت كې د ننګرهار د والي وياند وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د وړمې شپې د غير اټومي بم بريد کې د ګڼو مهمو مشرانو په ګډون ٩٤ تنه داعشيان وژل شوي دي.
د عطاء الله خوږياڼي په خبره، په ياد بريد کې د داعش ډلې مرکز په بشپړه توګه له منځه وړل شوى او ملكي وګړو ته په كې زيان نه دى اوښتى.


