په ننګرهار کې ګڼو ځوانانو د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د عبدالطیف پدرام څرګندونې وغندلې او په اړه یې پاکستاني حکومت له لوري د اغزن سیم لګولو پرېکړې په تړاو مخالفت وښود.
ځوانانو او د مدني ټولنو استازو پر حکومت غږ وکړ، تر څو ټول هغه اشخاص مجازات کړي، چې د ملي منافعو ضد څرګندونې کوي.
دوی چې نن سهار د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي کې راټول شوي وو او تر پښتونستان واټ پورې يې په قدم وهلو د پاکستان ضد شعارونه ورکړل او د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام یې د قانون په ماتولو تورن کړ.
لاریون والو وویل، چې پدرام دې له ولسي جرګې وایستل شي او نړیواله ټولنه دې پر نه منل شوې ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني حکومت د سرغړونو مخنیوي لپاره د منځګړيتوب مداخله وکړي.
ځوانانو د لاریون په پای کې اته مادې پرېکړه لیک ولوست، چې عبدالطیف پدرام ته یې په کې د مجازاتو غوښتنه کړې وه او د ولسي جرګې پر وکیلانو یې غږ کړی، څو دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.
پرېکړه لیک کې پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستان له لوري د اغزن سیم لګولو پرېکړه غندل شوې او د پاکستان حکومت یې له نړیوالو اصولو پر سرغړونې تورن کړ.
په همدې حال کې ځوانانو د ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکول او د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې د داعش ځپونکو عملیاتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.


