ads

اچين کې افغان امنيتي ځواکونو پرمختګ کړی

د ملي اردو چارواکي وایي، اچین کې یې له وړمې شپې قوي بم غورځولو وروسته ځواکونو پرمختګ کړی او ډېرې سیمې یې تصفیه کړې دي.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396
اچين کې افغان امنيتي ځواکونو پرمختګ کړی

د ملي اردو چارواکي وایي، اچین کې یې له وړمې شپې قوي بم غورځولو وروسته ځواکونو پرمختګ کړی او ډېرې سیمې یې تصفیه کړې دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د مامندرې په اسد خېلو تنګي کې د بم غورځولو په پېښه کې له ۹۰ زیات داعش وسله وال وژل شوي او په لسګونه میله وسله یې له منځه وړل شوې ده.
نوموړی وایي، نن سهار افغان کومانډو او بهرنیو ځواکونو په سیمه کې پرمختګ کړی او نږدې دي، چې هغو سیمو ته ورسېږي، چېرته چې له دې وړاندې د داعش مرکزونه وو.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA