ads

امريكا له پاكستانه د ترهګرو د ځپلو غوښتنه وکړه

امريکا يو ځل بيا له پاکستانه په کلکه وغوښتل، چې پخپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه يوسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر يوې خبري ناستې ته وويل، دا د پاکستان په ګټه ده، چې له افغانستان سره يو ځاى د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396

ټونر يو ځل بيا له پاکستانه د ترهګرو د ځپلو لپاره د نورو ګامونو پورته كولو غوښتنه وکړه.
ده په زغرده وويل، چې اوس هم په پاکستان کې د ترهګرو ځالې موجودې دي او له هغه ځايه په افغانستان کې پر امريکايي سرتېرو بريدونه تنظيموي.
امريکا په داسې حال کې له پاکستانه د ترهګرو د ځپلو غوښتنه کړې، چې تر دې وړاندې افغان حکومت تل ويلي، چې پاکستان غواړي ترهګريزې ډلې پياوړې کړي او افغانستان ته يې د بريدونو لپاره واستوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA