ads

ټرمپ په افغانستان کې د تر ټولو ستر بم د کارونې ستاينه کړې

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د داعش په وسله والو د تر ټولو ستر بم کارونه يو کامياب ماموريت بللی او ستاينه يې کړې ده. ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له ملکي او پوځي چارواکو سره په ناسته کې وويل، چې د بارک اوباما د اتو کلونو په […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 وری 1396
ټرمپ په افغانستان کې د تر ټولو ستر بم د کارونې ستاينه کړې

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د داعش په وسله والو د تر ټولو ستر بم کارونه يو کامياب ماموريت بللی او ستاينه يې کړې ده.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له ملکي او پوځي چارواکو سره په ناسته کې وويل، چې د بارک اوباما د اتو کلونو په پرتله تېرې اته اونۍ ډېرې بريالۍ او مهمې وې.

دی وايي، چې افغانستان کې يې خپلو ځواکونو ته د عملياتو بشپړ واک ورکړی او په وينا يې همدا يې د بريا لامل دی.

ټرمپ زياته کړې، چې امريکا په نړۍ کې تر ټولو ” ستر پوځ ” لري او دا بريد يې هم د خپلو نورو فعاليتونو په شان په ښه توګه تر سره کړی دی.

امريکايي چارواکي وايي، دغه بم د پنج شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا اونيمې بجې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې په تونلونو استعمال شوی دی.

ويل کيږي چې دغه بم يوولس ټنه وزن او دېرش فوټه اوږدوالی لري او له يوه کيلومټره زياته سيمه ويجاړولی شي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جون نيکلسون ويلي، چې دغه بم يې اچين کې د داعش له لوري پر جوړ شوي تونل کارولی او دوی هڅه کړې، چې دغه بريد کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA