ads

نن په مسکو کې د افغانستان په هکله درېيمه غونډه جوړيږي

ټاکل شوې نن د روسيې په کوربه توب په مسکو کې د افغانستان په هکله درېيمه ناسته جوړه شي. په دې ناسته کې به د افغانستان او روسيې سربېره د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه، چين، ايران، پاکستان او هند ګډون وکړي او د افغانستان د سولې پروسې په تړاو به خبرې اترې وکړي. امريکا ته […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 وری 1396
نن په مسکو کې د افغانستان په هکله درېيمه غونډه جوړيږي

ټاکل شوې نن د روسيې په کوربه توب په مسکو کې د افغانستان په هکله درېيمه ناسته جوړه شي.

په دې ناسته کې به د افغانستان او روسيې سربېره د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه، چين، ايران، پاکستان او هند ګډون وکړي او د افغانستان د سولې پروسې په تړاو به خبرې اترې وکړي.

امريکا ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه وه، خو دې هېواد په کې له ګډون انکار کړی دی.

په مسکو کې د افغانستان سفارت انټرفاکس خبري آژانس ته ويلي، چې د مسکو په ناسته کې به د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ عمومي رئيس اشرف حيدري وکړي.

په مسکو کې د افغانستان په اړه دا درېيمه غونډه ده چې په کې د سیمې څو هېوادونه د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د دې غونډو په لومړۍ هغې کې يوازې چين پاکستان او روسيې برخه لرله او افغانستان له دې کبله چې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې اعتراض وکړ.

په دويمه غونډه کې يې بيا د افغانستان سربېره ايران او هندوستان ته هم بلنه ورکړل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA