د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون وايي، افغانستان کې يې د داعش ډلې پر پټنځايونو تر ټولو زورور غير اټومي بم کارولی دی.
د امريکايي چارواکو په وينا دغه بم د پنج شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا اونيمې بجې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مامند دره کې د داعش ډلې په تونلونو استعمال شوی دی.
تر اوسه نده معلومه چې پدې بريد کې داعش ډلې ته څومره زيان اوښتی، خو چارواکي وايي، داعشيانو او د افغانستان د ښمنانو ته پکې درانه تلفات اوښتي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين آقا فقيري کليد ته وويل، دوی هڅې پېل کړي، چې داعش ډلې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات له رسنيو سره شريک کړي.
خو نوموړي وايي، چې ياده سيمه غرنۍ ده او هلته هېڅ ملکي وګړي شتون نه درلود.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ويل کيږي چې ياد بم يوولس ټنه وزن او دېرش فوټه اوږدوالی لري او له يوه کيلومټره زياته سيمه ويجاړولی شي.
کارپوهان وايي، که امريکا رښتيا هم داعش په نښه کول غوښتل، نو د نورو لارو چارو له لارې يې هم کولی شول چې دغه ډله له منځه يوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

