ads

افغان او بهرنيو ځواکونو د اچين ولسوالۍ د مامند درې لارې تړلي

داچين ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې له نن سهار راهيسې مامند درې لوري ته بهرنيو ځواکونو د خلکو پر مخ لاره تړلې او هېڅ چاته د تګ اجازه نه ورکول کيږي. د سيمې اوسيدونکي وايي، افغان او بهرنيو ځواکونو ورته ويلي،چې له غرمې وروسته به ورته خپلو سيمو ته د تګ اجازه ورکړل شي. […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 وری 1396
افغان او بهرنيو ځواکونو د اچين ولسوالۍ د مامند درې لارې تړلي

داچين ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې له نن سهار راهيسې مامند درې لوري ته بهرنيو ځواکونو د خلکو پر مخ لاره تړلې او هېڅ چاته د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، افغان او بهرنيو ځواکونو ورته ويلي،چې له غرمې وروسته به ورته خپلو سيمو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د اچين ولسوالۍ د پيښې سيمې اوسيدونکي اتل شينواري کليد ته وويل،چې د ولسوالۍ له مقام څخه څو کليو متره ليرې بهرنيو او افغان ځواکونه لاره بنده کړې او هيڅ چاته د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

که څه هم د دې بريد وروستي جزئيات تر اوسه له رسنيو سره نه دي شريک شوي، خو داسې ښکاري چې افغان او بهرني ځواکونه هلته د اوښتې مرګ ژوبلې ارزونه کوي.

بل لورته له سيمې يو شمېر نورو سرچينو د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کليد ته وويل، چې له نن سهار راهيسې په هغه سيمه کې چيرته چې تر ټولو ستر بم غورځول شوی و، يو ځل بيا څو الوتکو بمبار کړ دی.

سرچينه وايي، ددغو بمباريو موخه داوه،چې که چېرته نور داعش وسله وال د خپلو ملګرو د جسدونو انتقال ته ورځي نو له منځه به ولاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA