د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين وايي، چې له افغانستانه د ترهګرۍ خپرېدو خطر ډېر جدي دى.
د هغه په وينا، هيله من دى، چې روسيه هېڅكله مجبوره نه شي، چې په تاجكستان كې خپل مېشت سرتېري له ياد ګواښ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ولېږي.
پوتين له يوې رسنۍ سره مركه كې، چې پرون خپره شوه ويلي، روسيه په دې پوهېږي كه افراطيان له سرحده تېر شي، يو جدي خطر رامنځته كوي.
د نوموړي په خبره، د نشه يي توكو د قاچاق او يا د ځينو جنايتكارانو د بښلو په اړه خبرې نه كوي، بلكې د هغه وضعيت په اړه غږېږي، چې څو كاله وړاندې په قرغزستان كې رامنځته شو او روسي سرتېري اړ شول، چې له ترهګرو سره مقابله وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تاجكستان يو امنيتي چارواكي د تېرې جمعې په ورځ روسيې ته په اشارې سره وويل، په تاجكستان كې مېشت بهرنيان كوښښ كوي، چې د افغانستان په شمال كې له طالبانو سره اړيكه ونيسي.


