د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو له خوا پيل شويو عملياتو كې د يو قوماندان په ګډون ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي همكارۍ د ناوې ولسوالۍ په عينك سيمه كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
سرچينې زياته كړې، چې امنيتي ځواكونو همدارنګه ۵۴ كړۍ بېلابېل ډوله ماينونه كشف او له منځه وړي دي.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې افغان ځواكونو په ياده سيمه كې دوه كيلو مټره پرمختګ هم كړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


