ads

غزني کې د سويډن کمېټې له دوو ښوونځيو سره د مېزونو او چوکيو مرسته وکړه

په غزني کې د سويډن کمېټې ولايتي دفتر د دې ولايت د پوهنې رياست په وړانديز له دوو ښوونځيو سره د نږدې ۶۰۰ پايو مېزونو او چوکيو مرسته وکړه.
دغه مرستې په غزني ښار کې د روضې او ده خدايداد د نجونو ښوونځيو سره وشوې.

نویسنده: sarwan
24 وری 1396
غزني کې د سويډن کمېټې له دوو ښوونځيو سره د مېزونو او چوکيو مرسته وکړه

په غزني کې د سويډن کمېټې ولايتي دفتر د دې ولايت د پوهنې رياست په وړانديز له دوو ښوونځيو سره د نږدې ۶۰۰ پايو مېزونو او چوکيو مرسته وکړه.
دغه مرستې په غزني ښار کې د روضې او ده خدايداد د نجونو ښوونځيو سره وشوې.
د غزني ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال نثار  احمد ازادزوى نن يادو ښوونځيو ته د نويو مېزونو او چوکيو د سپارلو په مهال وويل، چې د سويډن کمېټې ته يې د مخکيني وړانديز پر بنسټ د روضې نجونو ښوونځي ته ۵۰۰ پايې مېزونه د چوکيو ضميمه او لس پايې المارۍ او دغه راز يې د ده خدايداد ښوونځي ته هم ۹۰ پايې مېزونه د چوکيو ضميمه له ۵ پايې الماريو سره وسپارل.
هغه زياته کړه: “د روضې ښوونځي ته په دغه مرسته کې  د ۱.۲ ميليون افغانيو په ارزښت ۵۰۰ پايې مېزونه له چوکيو سره يوځاى او لس پايې المارۍ شاملې وې، په دغو ښوونځيو کې به ډېرى زده کوونکي پر ځمکه کېناستل، خو اوس يې د چوکيو ستونزه بشپړه حل شوه.”
په غزني کې د سويډن کمېټې د ولايتي دفتر مشر محمد يوسف جاوېد وايي، دغه مرستې يې وروستۍ نه دي او هڅې يې روانې دي، څو د دغه ولايت نورو ښوونځيو ته هم اړينې مرستې او امکانات په اختيار کې ورکړي: “موږ له خپل مرکزي دفتر سره په هڅه کې يو، چې د غزني له معارف سره خپلو مرستو ته زياتوالى ورکړو، زه په دې مرستو اکتفا نه کوم، دا کمې دي، ګڼ نور وړانديزونه مې خپل مرکزي دفتر ته استولي او هيله ده، چې لږ تر لږه به يې ۵۰ فيصده منظور شي.”
د يادونې وړ ده، چې په غزني کې د سويډن کمېټې په تېرو کلونو کې هم لسګونو ښوونځيو ته ودانۍ رغولي او ترڅنګ يې له ګڼ شمېر ښوونځيو سره د مجهزو لابراتوارونو او کتابتونونو په برخه کې مرستې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA