د غزني ښار په روضه سيمه کې د نجونو يوه ښوونځي ته د ولسي خلکو له خوا دوه بابه رغول شوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال نثار احمد ازادزوى کليد ته وويل، د روضې د نجونو ښوونځي ودانۍ درې لسيزې مخکې رغول شوې وه، چې اوسمهال يې سلګونو زده کوونکو په ازاده فضا کې تر سره لمر لاندې زده کړې کولې.
نوموړي زياته کړه، چې د پوهنې رياست د بوديجې د نشتوالي له كبله ياد ښوونځي ته د نوې ودانۍ د رغولو توان نه درلود، خو د سيمې خلک خپله لاس په کار شول او د څه باندې دوه ميليونه افغانيو په لګښت يې ورته دوه ۵ او ۱۱ اطاقه ودانۍ رغولې دي.
نوموړى وايي: “د روضې د نجونو ښوونځي ودانۍ پخوانۍ وه، چې اوس يې د زده کوونکو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته رسېږي، له نېکه مرغه د سيمې خلکو همت وکړ او دغه ښوونځي ته يې دوه ودانۍ ورغولې،چې له دې اړخه د ټولګيو د نشتوالي ۹۵ فيدصه ستونزه حل شوه.”
د ازادزوى په خبره، د د غو ودانيو د کړکيو، دروازو او رنګ لګښت په غزني کې د سويډن کمېټې له خوا ورکړل شوى دى.
هغه دغه راز له نورو ولسونو هم غوښتنه وکړه، څو په خپلو سيمو کې له خپل توان سره سم ښوونځيو ته د ودانيو رغولو،ترميم او درسي موادو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، ځکه په وينا يې دې برخه کې حکومت په تېره بيا د پوهنې وزارت د بوديجې له کموالي سره مخ دى.
هاخوا د روضې د کلي مشر ګټې اخيستنې ته د دغو ودانيو د سپارلو په مهال وويل، چې لا هم د روضې د نجونو ښوونځي د لسو ټولګيو زده كوونكي تر لمر لاندې زده کړې کوي او هغوى ته يې د ټولګيو رغولو په برخه كې د پوهنې رياست له چارواکو د مرستې غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې مخکې تر دې هم د غزني ښار په قلاتي، توحيد اباد سيمو او د ناهور او جاغوري ولسواليو په مربوطاتو کې ولسي خلکو ګڼ شمېر ښوونځيو ته په خپل شخصي لګښت ودانۍ رغولې وې.


