د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د کوکنارو د له منځه وړلو په هدف پيل شوی کمپاين په برياليتوب سره دوام لري.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې په شينوارو زون کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين مشر او د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند له قوله ويل شوي، چې د چهار شنبې په ورځ د روداتو ولسوالۍ په مزينې سيمه کې لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
د هغه په وينا، پيل شوی کمپاين به تر هغې دوام وکړي، ترڅو په شينوارو زون کې ټارګېټ شوي کوکنار له منځه يووړل شي.
د کوکنارو د له منځه وړلو د پرون ورځې ترسره شوي کمپاين کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار، د نازيانو ولسوال معلم معشوق، د ملي اردو د دويم کنډک قوماندان قنداغا ساپي او د شينوارو زون اړوند امنيه قوماندانانو شتون درلود.


