ads

د عالمانو شورا د مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې په كلكه وغندلې

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د دې هېواد په اړه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې په كلكه وغندلې او هغه يې سياسي او استخباراتي فرمايشونه وګڼل.

نویسنده: sarwan
24 وری 1396
د عالمانو شورا د مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې په كلكه وغندلې

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د دې هېواد په اړه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې په كلكه وغندلې او هغه يې سياسي او استخباراتي فرمايشونه وګڼل.
نوموړي څو ورځې وړاندې د خپل ګوند د سلمې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ويلي و، تر هغې چې بهرني ځواکونه افغانستان کې مېشت وي، دغه هېواد کې سوله نه‎ شي راتلى، ځكه چې د طالبانو حكومت يې نسكور كړى دى.
هغه دا هم ويلي، چې افغانستان کې د طالبانو واکمني د خلکو د خوښې واکمني وه.
خو د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا وياند مولوي محمد قاسم حليمي نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، فضل الرحمن كوم ديني او علمي حيثيت او اعتبار نه لري او د يوه بې ثباته سياستوال په توګه يې د خپل سياسي ژوند په اوږدو كې څو ځله د خپلو شخصي ګټو په خاطر خپل موقف بدل كړى او د افغانستان د مسلمان ملت په ضد يې منفي تبليغات كړي دي.
حليمي زياته كړه، په كوم هېواد كې چې فضل الرحمن ژوند كوي، د محكمو پرېكړې يې د انګرېزي قانون پر بنسټ صادرېږي او د بهرنيانو تسلط او نفوذ پرې دومره زيات دى، چې هر څه وغواړي په ازاده توګه يې ترسره كوي.
افغان چارواکي هم د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د مشر څرګندونې د افغانستان کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي او غندي يې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA