جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون د پرانيستې ټولنې بنسټ رئيس کريس سټون او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د قانون د حاکميت، پوهنې، افراطيت سره د مبارزې، د معتادينو د درملنې لپاره له تجربو د ګټې اخيستنې، نشه يي توکو سره د مبارزې او د اعتياد د مخنيوي په اړه بحث او خبرې وکړې.
د سرچينې په وينا، جمهور رئيس غني اعتياد په هېواد کې له جدي ستونزو څخه وبلله او زياته يې كړه، چې د اعتياد د مخنيوي لپاره بايد ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې ونيول شي، ځکه دا پديده د ځوانانو د راتلونکي لپاره جدي تهديد ګڼل کېږي.


