د ملي اردو چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ كې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۴۴ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې داعش وسله والو ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه اوښتې ده.
نوموړي زياته كړه، په وژل شويو داعشيانو كې ۱۲ تنه يې بهرني وسله وال دي، چې جسدونه يې اوس هم په سيمه کې پراته دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


