لږ مخکې د کابل ښار په مرادخانيو سيمه کې د يوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی.
تر دې مهاله د يادې چاودنې هدف او څرنګوالی معلوم نه دی، خو يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي کليد ته وويل، چې ښايي ځانمرګی بريد وي.
اخوا ويل کېږي چې چاودنه ادارې امور ته څېرمه شوې خو د مرګ ژوبلې په هکله يې دقيق معلومات نشته.
تر اوسه ددغې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.


