وسله والو طالبانو کندز کې ۲۳ تنه له داعش سره د اړيکو په تور برمته کړي

د کندز ولایت د ولایتي شورا ريیس امرالدین ولي وایي، چې په دې وروستیو کې په کندز کې د داعش د پیدا کېدو اوازې ډېرې شوې خو دولت تر اوسه پورې کوم جدي اقدام نه دی کړی.