د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د روانو عملياتو په ترڅ كې، چې کومانډو ځواکونه يې پر مخ وړي، د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۴ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه په يادې ولسوالۍ كې د حمزه عملياتو په مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي او يو تن يې په ټپي حالت کې افغان ځواکونو نيولى دى.
مشرقيوال زياته كړه، چې ډېرى وژل شوي وسله وال بهرنيان دي.
د نوموړي په وينا، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


