نامعلومو کسانو جلال اباد ښار کې يو دوکاندار وژلی

د ننګرهار ولايت مركز جلال اباد ښار کې نامعلومو موټر سايکل سپرو يو دوكاندار په ډزو وژلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، تېره شپه د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند د اطفايې کوڅه کې يو دوكاندار، چې په خپل دوكان کې ناست و، د دوو نامعلومو موټر سايکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوى دى.